ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانتسان د سینمائي ټولنې څلورو انجمنونو او ددغه هیواد د ریډیو اوټيلیویژن د ادارې په مشارکت سره د افغانستان د جوړ مستند او لنډو فلمونو جشنواره د کابل په دوو فعالو سینماګانو کې نن پیل شوې ده .
د ؛دیدنو؛ جشنوارې په چوکاټ کې د افغان فلم جوړونکو جوړ ۳۷لنډ او مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي .
دغه جشنواره به تر څلورو ورځو پورې دوام وکړي او د ترټولو ښې کیسې ،د ترټولو ښې ډایریکټرئ او دترټولو ښه مستند په برخو کې به غوره شوو آثارو ته جایزې هم ورکړل شي .
زیاتره هغه فلمونه چې په دغې جشنوارې کې د ګډون مجوز ئې ترلاسه کړی دی ،دیني موضوعګانې لري یا د یتیمو ماشومانو او کونډو میرمنو سره اړونده مشکلات پکې انځور شوي دي.
فلم جوړونکو ددغې جشنوارې په جوړولو باندې دخوښئ په څرګندولو سره په افغانستان کې د طالبانو له موقته حکومته غواړي په افغانستان کې دې دمیرمنو لپاره هم په فلمونو کې د رول لوبونې فرصت ورکړل شي.
طلوع نیوز راپور ورکړی،که څه هم په دغو فلمونو کې میرمنې ډيرې کمې لیدل کیږي، خو د فلم جوړونکي او ډایریکټرې عاطفه محمدي،د نشې او روږدو کسانو د ژوند چیلنجونو په موضوع سره یو فلم نندارې ټه وړاندې کړی دی.